د ملګرو ملتونو د هغو معلوماتو له مخې چې پرون (یکشنبه) خپاره شوی، په 2024 کال کې د نړۍ شاوخوا 8،2 سلنه نفوس چې نږدې 673 میلیونه کسان کېږی، له لوږې سره مخ وو.

د راپور له مخې، دغه شمېر په 2023 کال کې له 8،5 سلنې او په 2022 کال کې له 8،7 سلنې څخه کم شوی؛ خو لا هم د 2015 کال له کچې لوړ دی.

خو په راپور کې د 2015 کال شمېرې نه دی ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو ویلی چې په 2024 کال کې شاوخوا 2،3 میلیارده خلک په نړۍ کې د خوړو له منځنۍ یا شدیدې ناامنۍ سره مخ وو؛ یعنې د کال په یوه برخه کې یې په منظم ډول کافی خوړو ته لاسرسی نه درلود.

دغه سازمان زیاته کړې چې د کوویډ-19 وبا، جګړې، اقلیمی بدلونونه او د نابرابرۍ زیاتوالی هغه عوامل دی چې د لوږې او خوړو د ناامنۍ وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې تر 2030 کال پورې د «صفر لوږې» هدف ته د رسېدو لپاره پر کرنه پانګونه، د خوړو د نظامونو پیاوړتیا، ټولنیز ملاتړ او خلکو ته د کافی او مغذی خوړو دوامدار لاسرسی برابرول اړین دی.