د ملی دفاع وزارت وایی، د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې ژورې څاه ته لوېدلی یو ماشوم د دغه وزارت د تخنیکی ډلې له لوری ژغورل شوی دی.
د 215 عزم قولاردو خبرپاڼه کې راغلی. یاد ماشوم په نادعلی ولسوالۍ کې 80 متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې د ملی دفاع وزارت د تخنیکی او مرستندوی ټیم له لوری د نیم ساعت په جریان کې وژغورل شو.
سرچینه زیاتوی چې د ماشوم روغتیایی حالت د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یاد ولایت کې ورته پېښې شوې دی.
