د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان کړی چې د ده مرستیال جیډی ونس په پاکستان کې له ایران سره په دویم پړاو خبرو کې د امنیتی اندېښنو له امله ګډون نه کوی.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ رسنیو ته ویلی چې جیډی ونس د امنیتی اندېښنو له امله په دغو مذاکراتو کې ګډون نه کوی.
هغه زیاته کړې: «دا یوازې د امنیت له امله دی، جیډی ډېر ښه دی.»
له دې مخکې د ملګرو ملتونو په چارو کې د امریکا دایمی استازی مایک والټز او د دغه هېواد د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلی وو چې جیډی ونس به د اسلاماباد د دغه پړاو مذاکراتو مشری هم وکړی.
په همدې حال کې، رویترز راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې سخت امنیتی تدابیر نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ډونالډ ترمپ ویلی وو، د امریکا یو پلاوی له ایران سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته استول شوی، خو تهران وایی، تر هغه چې سمندری محاصره پای ته ونه رسېږی، هیڅ مذاکرهکوونکی پلاوی به ونه لېږی.
