که څه هم د امریکا ولسمشر تېر ماښام ویلی وو چې د ده مرستیال جېډی ونس د امنیتی اندېښنو له امله له ایران سره دویم پړاو مذاکراتو کې ګډون نه کوی، خو د راپورونو له مخې، ونس د دغو خبرو اترو لپاره اسلاماباد ته سفر کوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلی وو چې ونس د امنیتی اندېښنو له امله له ایران سره په دویم پړاو خبرو کې ګډون نه کوی.
خو په همدې حال کې درېیو امریکایی سرچینو اکسیوس ته ویلی، تمه ده جېډی ونس له ایران سره د احتمالی هوکړې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره نن سهار (سهشنبه) اسلاماباد ته سفر وکړی.
دوو سرچینو ویلی چې ونس به د سهشنبې په سهار اسلاماباد ته روان شی، په داسې حال کې چې درېیمې سرچینې ویلی، هغه ښایی د دوشنبې شپې ناوخته له امریکا حرکت کړی وی.
په راپور کې راغلی چې د ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او جارد کوشنر هم تمه ده د خبرو لپاره اسلاماباد ته سفر وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامی شورا مجلس رییس محمدباقر قالیباف نن (سهشنبه) ویلی چې تهران د ګواښ تر سیوری لاندې خبرې نه غواړی.
