ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی پرون (شنبه) د خراسان رضوی ولایت له چارواکو سره په ناسته کې ویلی: «د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اتباعو ته د ویزې صادرولو برخه کې خنډ نه لری او چمتو دی چې د واقعی غوښتونکو، په ځانګړی ډول ناروغانو لپاره د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړی.»
هغه زیاته کړې: «د ناروغانو لپاره باید ځانګړی سیسټمونه او روښانه بهیرونه جوړ شی، څو پر شرایطو برابر کسان وکولای شی په لا ډېرې اسانۍ هېواد ته داخل شی او د بهرنیو چارو وزارت هم چمتو دی چې په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړی.»
عراقچی ویلی چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ډېرې ستونزې، په ځانګړی ډول په سرحدی سیمو کې، د مرکزونو په پرتله د ولایتونو په کچه په لا اسانۍ او چټکۍ حل کېدای شی.
هغه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان له هېوادونو سره په تعامل کې د خراسان رضوی ولایت ظرفیتونو ته په اشاره ویلی چې دغه ولایت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو او تګ راتګ د پراختیا لپاره لازم صلاحیتونه لری.
