والو لکه څنګه چې خبریاست د ایران د اته کلنې مقدسې دفاع په مناسبت د سپیڅلې دفاع اونۍ شپې ورځې ؛آیّام الله ؛لمانځل کیږی، او همداراز د مقاومتی چورلیز د یوه سردار او د عربی نړئ د اتل او د حزب الله ولسی مبارز غورځڼګ د عمومی منشی سید حسن نصر الله د شهادت د دوهمې کلیزې شپې ورځې دی، په دې مناسبت د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د ایران د درستو قواؤ لوی قوماندان حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه ای یو پیغام خپور کړی چې د هغه بشپړ پښتو ژباړه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی.
بسمالله الرحمن الرحیم
وَ لَقَدْ اَرسَلنْا مُوسی بِایاتِنا اَنْ اَخرِجْ قَومَکَ مِنَ الظُّلُماتِ اِلی النّورِ وَ ذَکِّرْهُم بِاَیّامِ الله
د تلې یا میزان د میاشتې لومړنۍ شپې ورځې د ؛ایامالله؛ او د ایران د ملت د اته کلنې زړَورې او تلپاتې دفاع او د لوئې پیښې یاد تازه کوی.
په هغو شپو ورځو کې د ایران پر پراخ ټاټوبی کې د انقلاب د تاوده لمر وړانګو د ملی یووالی او د اسلامی انقلاب مکتب او لارې ته د وفادارۍ یوه په زړه پورې فضا رامنځته کړې وه؛ داسې فضا چې له امله ئې د زاړې او نوی سلطهګرۍ او استعمار یخ په ویلی کیدا او اغیزې ئې پای ته د رسیدو په حال کې وې .
په هغو شپو ورځو کې د ایران ځینو خلکو، له دې څه باندې شل کاله وړاندې د استعمارګرو بدو نیّتونو، د تیلی صنعت د ملی کولو او د امریکایی کودتا د اړونده پېښې خاطرې په یاد لرلې.ځینو نورو ئې خبرونه اورېدلی وو، او ډېرو ئې په ښه توګه دا حقیقت حِس کړی ؤ چې د پردیو واکمنۍ زمونږ پر هېواد کومه بَلا نازله کړې وه..
خو له د ې مخکې شپې ورځې، له تیارو او تورتم څخه ډکې شپې ورځې وې؛ داسې شپې ورځې چې د مستکبرو حکومتونو سفیرانو به د هېواد پاچا له خپلې خوا چې باید دا وکړه او دا مه کړه سپارښتنې کولې او هغه به هم، که په ئې خوښه وائ او که نه ، هماغه به ئې عملی کولې؛ تر دې چې د حضرت امام خمینی(ره) په رهبرۍ، د ایران د ملت لوی انقلاب، هغه ټول ټَغر ټول کړ.
اسلامی انقلاب د مستکبرانو د سلطې تورتمې شپې ورځې د اسلامی جمهوریت په روڼو ورځو بدلې کړې
هغه توتمې شپې ورځې د دغه اسلامی انقلاب په برکت د ایران د اسلامی جمهوریت د رامنځته کېدو په روڼو ورځو بدلې شوې. دا موضوع پر هغو سلطهګرو، چې د دغه ټاټوبی شتمنیو ته یې تمه دارې سترګې نیولې وې او د کلونو لپاره ئې د هغو د خپلولو په موخه د دغه هېواد له خلکو سره هر ډول ناوړه چلند کړی و، ډېره درنه تمامېده.
له همدې امله هغوی له د ې وروسته خپلې ټولې هڅې او توان د دې لپاره وکارولې چې د انقلابی ملت د څپاند سین بهیر بېرته پخوانی لوری ته ړکرځَوی، او لومړی تپلی جنګ د ایران د اسلامی جمهوریت د مبارک ژوند په لومړۍ لسیزې کې د هغوی تر ټولو مهم اقدام و.
د هغه جنګ له اور څخه، چې د ولس ضده بعث ګوند په لاس او د څو ورځنی جنګ او د لږې هڅې په وسیله د بریا د ترلاسه کولو په خیال بل شوی و، اسلامی نظام تر پخوا لا پیاوړی او غوړېدلی، د ققنوس په څېر راپورته شو؛ له پخوا په لا رساتر غږ او لا لوړ پرواز سره . او دا د دښمن له خوا په رامنځته شویو راتلونکو پېښو کې د دغه نظام په دوامدارې ځانګړنې بدل شو.
هغه شپې ورځې چې د دغه ملت دښمن خپلو تالی څټو ته د دغه ملت پر سر د واکمنۍ زمینه برابره کړې وه او د استعمار یوه نوې بڼه ئې پلی کوله، د اسلامی انقلاب او د تپلی جنګ په زمینې کې د اسلام او جهاد د بیرغ د پورته کولو په برکت په ویاړمنو شپو ورځو بدلې شوې.
اوس، له هغه جنګ پای ته د رسېدو 38 کاله وروسته هم، کله چې د هغه د پېښو هره برخه او د پاتې شویو کسانو صادقانه روایتونه څېړو،نو داسې بېلګې راڅرګندېږی چې هره یوه ئې د عبادت، زړوَرتیا، مقاومت، اخلاقو او انسانیت درس ورکوونکې ده؛ او زمونږ د هېواد د تاریخ پر سر د روښانه ستورو په څېر ځلېږی.
هغه شپې ورځې چې د سلطهګر نظام په پله د پل د کیښودونکو د بریدونو په پیل کې زمونږ هېواد ته د ډېرو ګواښونو پر وړاندې د دفاع لپاره له طاغوتی نظام څخه تش لاسونه په میراث رسیدلی وو، د حق د ټینګولو او د الهی مرستې په برکت، اوس هغو شپو ورځو ته رسېدلی چې د هغوی پیروکار نه ،بلکې پخپله تېری کوونکی سلطهګر،د اسلام د مبارزانو د بریدونو پر وړاندې د پناه ځای په لټه کې دی او د جنګ پای ته د رسولو لپاره د زارۍ لاسونه وړاندې کوی.
د الهی محاسبو له مخې، ایران د نړۍ لومړی قدرت دی
هغه شپې ورځې چې دوی غواړی زمونږ هېواد بېرته ور وګرځوی، له وروسته پاتې کېدو، ذلت او خوارۍ، اړوندوالی او په اسلامی نړۍ کې د ایران له بدنامۍ ډکې شپې ورځې وې؛ خو هغه شپې ورځې چې مونږ اوس پکې ژوند کوو، له پرمختګ، عزت، خپلواکۍ او په اسلامی نړۍ، بلکې په ټولې نړۍ کې د اعتماد او باؤر له تر ټولو لوړې درجې ډکې دی.
اوس ځینې کسان مونږ د نړۍ څلورم زبرځواک بولی. البته هغوی د دنیاوی محاسبو له مخې داسې وایی؛ خو الهی محاسبې، هغه هېواد، چې ځان له عترت طاهره صلواتالله و سلامه علیهماجمعین سره اړوند ګڼی، ډېری خلک ئې له دغو لوړمرتبه شخصیتونو سره مینه لری او د حق د ټینګولو لپاره هېڅ وېره هم نه لری، د نړۍ لومړی قدرت ئې ګڼی.
هغه شپې ورځې چې د ایران دوه جنوبی سمندرونه د دښمن د ځواکونو د جولان ډګر وو، تېرې شوې؛ خو په دغو شپو ورځو کې هغوی د هغو دردونکو ګوزارونو له امله چې د زړَورو مبارزانو او د هرمز تنګی د ساتونکو له خوا یې خوړلی، له عربی سمندر څخه وړاندې نه راځی.
او هر کله چې هغوی دا خطره پر ځان منلې، خپل ځان ته ئې تاوان رسولی دی ؛ او ډېر ژر به عربی سمندر هم پر دوی ځای تننګ کړی او د تښتې په لټه کې به شی.
هغه شپې ورځې وې چې سلطهګرو به د نفسیاتی عملیاتو او د وېرې د فضا په رامنځته کولو سره د پلازمېنې واټونه له خلکو تشَول او د دغه ملت د خپلواکۍ غوښتنې پر وړاندې ئې کودتا رامنځته کړه؛ او له هغې وروسته ئې 25 کاله د دغه هېواد شتمنۍ لوټ کړې. خو اوس هغه شپې ورځې دی چې له اوو میاشتو راهیسې زمونږ هېوادوالو د ټول هېواد په بېلابېلو سړکونو او چوکونو کې په خپل مسوولانه او له ځوږَ او ولولې ډک شتون سره د مبارزانو زړونه ګرم ساتلی او دښمن ئې په وېرې کې اچولی دی.
همدارنګه، له 30 میلیونو څخه زیاتو ایرانیانو د جان فدایان نومې کمپاین کې د ځان د قربانو اعلان کړی دی؛ او کله چې د هغوی د بیا شتون د اعلان له لارې د یو ډول منظمونې لپاره غوښتنه وشوه، یوازې په لومړیو 100 دقیقو کې له پنځو لکو زیاتو کسانو غوښتل شوې شمېره بشپړه کړه.
اوس د ټول اسلامی ایران په هرې برخې کې، چې د بېلابېلو قومونو ایرانیانو په شتون ښکلې شوې ده، د چمتووالی بېلابېل اعلانونه، په تیره بیا د وسلهوال چمتووالی اعلانونه، موجود دی؛ څو داسې ډګر رامنځته کړی چې هغوی ته نوم او ویاړ، او د هغوی دښمن ته ننگ، او رسوائی ورپه برخه کړی.
هغه شپې ورځې وې چې د دغه ټاټوبی د خلکو د زړورتیا عنصر به د نارینهوو له لارې پېژندل کېده؛ خو اوس په داسې شپو ورځو کې یو، چې ښځې په ځینو برخو کې د زړور شتون له پلوه له نارینهوو هم مخکې دی.
هغه شپې ورځې وې چې دښمن هڅه کړې وه د اسلامی نظام ټولنیزه تکیهګاه په دوامداره توګه کمزورې کړی؛ خو اوس په داسې شپو وورځو کې یوو چې د ټولنې بېلابېلې پرګنې، سره له څرګندو توپیرونو، د خپلو پرحقه دریځونو پر ساتلو او له هغو یو د د هرمز د برکتناک او له خیر ډک تنګې پر ساتلو ټینګار کوی.
د پخوانیو او اوسنیو شپو ورځو دغه پرتله لا هم پراخېدلی او تشریح کېدلی شی؛ خو په یوه خبره کې، زه د ایران د قدرمن ملت د خادم په توګه اعلانوم چې، هغه پخوانۍ شپې ورځې، چې زمونږ دښمن ئې د بېرته راتلو هیله لری، تېرې شوې دی او بیا به هېڅکله هم تکرار نه شی.
او البته باید په درد او خپګان سره یادونه وکړم چې په دغو شپو ورځو کې د ستر امام خمینی او د ستر مقام لرونکی شهید امام خامنهای، چې د هغوی د رهبرۍ په برکت د هېواد د نننیو شپو ورځو عزت ترلاسه شوی، ځای ئې ډېر خالی دی.
خو د هغو ارزښتناکو خزانو په برکت چې د هغوی د کړنو او روښانه او لارښوونکو ویناوو څخه د هغوی پیروکارو ته پاتې دی، راتلونکې شپې ورځې به له اوسنیو شپو ورځو څخه وار د واره ډېرې له بَرم او ولولې ډکې وی.
ځکه هغه ققنوس چې د لومړی تپلی جنګ له اور څخه راپورته شوی ، اوس د دښمن د دباونو، په تیره بیا د وروستیو دوو تپلو جنګونو ، له امله دومره لوی شوی دی چې د الوتنې سیوری ئې د دښمن پر ټاټوبو هم غوړېدلی دی.
د شامات(یعنی فلسطین، مصر،سوریه،اردن،قبرص او ترکیې جنوبی سیمې او لبنان) په تاریخ کې له انبیاوو او اوصیاوو وروسته د سید حسن نصرالله په څېر ستر شخصیت نه دی پنځیدلی.
په دې مناسبت ډېره پرځای ده چې د مقاومت د سترې جبهې د عربی اتل او سترې بیلګې ،هیرو او د لوړ مقام لرونکی شهید جناب سید حسن نصرالله، قدسالله نفسه الزکیه، د شهادت د دویمې کلیزې په مناسبت د هغه یاد تازه شی.
هغه شخصیت چې د خپل ملت او خپل مکتب لپاره یو صادق خیرخواه و؛ د هغه صادقانه او خوږې ویناوې او زړَور اقدامات به د خپل ملت، بلکې د نړۍ د ټولو آزادو خلکو زړونه ئې پیاوړی کول.
هغه څوک چې د لبنان نوم، چې یو کوچنی هېواد دی او کلونه د ځینو قدرتونو په انګڼ بدل شوی و، تر ستر عظمت پورې ئې پورته کړ.
هغه څوک چې بریا او فتحه ئې تلپاتې ملګری وو؛ او هغه څوک چې له هېڅ شک پرته، تر دې دمه د شامات د ټول تاریخ په اوږدو کې، له انبیاوو او د هغوی له اوصیاوو وروسته، په دغې لرغونې سیمې کې د هغه په څېر ستر شخصیت نه دی رپنځیدلی.
او البته اوس د هغه ویاړمن بیرغ د جناب شیخ نعیم قاسم ـ حفظهالله ـ په لاسونو کې دی، چې په زړَورتیا سره د حزبالله د پیاوړو او عاشورائی لیکو په سر کې د هغه لارې ته هماغسې دوام ورکوی.
د لبنان دا اوسنۍ شپې ورځې، د تاریخ په وړاندې او بلکې له همدا اوسه، د هغه او د مقاومت د ټولو مجاهدینو لپاره روښانه او ویاړمنې شپې ورځې دی؛ او د هغو کسانو لپاره د ذلت او په پای کې د سرټیټۍ او رسوائۍ شپې ورځې دی چې د صهیونیسټی دښمن پر وړاندې ئې خپلې هیلې د خپلو سلطهګرو او بدغوا ړو پر دروغجنو ژمنو تړلې دی.
هغه کسان چې د مقاومت د شهید سردار او د سید هاشم صفیالدین او د مقاومت د اوسنیو مجاهدینو خلاف، چې د وخت په تېرېدو سره به د روښانه ستورو په څېر رڼا خپروی او په حیرانتیا کې پاتې شویو لارویانو ته به لارښوونه کوی، ډېر زر او د تاریخ د پاڼو په لومړیو مخونو کې به ښخ او هېر شی.
او هر کله چې په راتلونکې کې د هغوی یادونه کیږی،نو د بدۍ، بېتدبیرۍ او ان ښائی د خیانت یاد به ورسره تړل کېږی.
په پای کې هیله لرم چې د الهی پېرزوَینو د دوام او زمونږ د سرور او سردار، حضرت ولیعصر عجلاللهتعالیفرجهالشریف، د ځانګړې دعا په برکت، د ایران ملت او د مقاومت ټول ملګری له بریا، فتحې او عزت پرته له بل څه سره مخ نه شی، او د هغوی د دښمنانو له ناکامۍ،ذلت او خوارۍ پرته له بل څه په نصیب نه شی.
بمنِّالله و کرَمه.
سید مجتبی حسینی خامنهای
1405 کال د تلې یا میزان د میاشتې شپږمه نیټه
