د راپورونو له مخې، د امریکا په لوییزیانا ایالت کې د ډزو په یوه پېښه کې اته ماشومان وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې دا پېښه د یکشنبې په سهار په شریوپورټ ښار کې شوې ده.
پولیسو ویلی چې یوه وسلهوال کس اووه خپل ماشومان او یو بل ماشوم په ډزو وژلی دی.
د شریوپورټ د پولیسو ویاند ویلی چې دغه ډزې په دوو جلا کورونو کې شوې دی او د قربانیانو عمرونه له شاوخوا یو تر 12 کلونو پورې وو. د هغه په خبره، له ټپیانو یوه ښځه د ماشومانو مور ده.
پولیسو د بریدګر هویت «شمار الکینز» ښودلی او ویلی یې دی چې هغه له برید وروسته یو موټر په زور له چا اخیستی او تښتېدلی، خو د امنیتی ځواکونو له لوری د تعقیب پر مهال وویشتل شو او ووژل شو.
چارواکو ویلی چې د دغه برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه، خو ټینګار یې کړی چې دا پېښه د کورنی تاوتریخوالی له امله شوې ده.
د شمېرو له مخې، د روان میلادی کال په ترڅ کې په امریکا کې له 100 زیاتې د ډزو پېښې ثبت شوې دی چې لسګونه کسان پکې وژل شوی او سلګونه نور ټپیان شوی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.