خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/01/31 12:17کد خبر: 118655

مجاهد: القاعده سره زموږ د اړیکو ادعا بې بنسټه ده چې سیاسی موخې لری

 مجاهد: القاعده سره زموږ د اړیکو ادعا بې بنسټه ده چې سیاسی موخې لری  - خبرگزاری افغان ایرکا

ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلی چې دا ډول ادعاوې د اسلامی امارت پر وړاندې د عامه ذهنیت د ګډوډولو په موخه مطرح کېږی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد د حکومت د اوسنیو غړیو او القاعده ترمنځ د اړیکو ادعا رد کړې او ویلی یې دی چې دا ادعا "په بشپړ ډول ناسمه" ده. 

نوموړی زیاته کړې چې په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعالیت نه لری.

ذبیح‌ الله مجاهد له طلوع‌‌نیوز سره په خبرو کې ویلی چې دا ډول ادعاوې د اسلامی امارت پر وړاندې د عامه ذهنیت د ګډوډولو په موخه مطرح کېږی.

ښاغلی مجاهد ویلی: «دا ادعا ښایی د دې لپاره مطرح شی چې د عامه ذهنیت د اسلامی امارت او مسوولینو پر ضد مغشوش کړی او یو ډول پروپاګند جوړ کړی تر څو سیاسی فضا ګډه وډه شی. او یا هم هغه باور ته زیان ورسوی چې اوس شتون لری.»

دا په داسې حال کې ده چې د منځنی ختیځ انسټیټیوټ په یو تازه خپاره شوی راپور کې ادعا کړې چې د اسلامی امارت شاوخوا 55 غړی له القاعده ډلې سره اړیکې لری.

د سیاسی چارو شنونکی، معین‌ګل څمکنی په دې اړه وایی: «هغه سازمانونه چې دا راپورونه جوړوی؛ موږ پوهېږو چې دا سازمانونه له چا سره تړلی دی او له چا ملاتړ او لارښوونې ترلاسه کوی. په حقیقت کې دا د لوېدیځ له پروګرامونو څخه یو دی چې غواړی په افغانستان کې مداخله وکړی.»

سره له دې چې اسلامی امارت په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې څو ځله د افغان خاورې له خوندیتوب او افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه حضور په اړه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی خو داسې ښکاری چې دا ډاډ لا هم د ځینو هېوادونو او سازمانونو لپاره بسنه نه کوی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # القاعده
  • # ذبیح الله مجاهد
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.