خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/02/01 11:7کد خبر: 118673

جې ډی ونس له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوی

جې ډی ونس له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوی - خبرگزاری افغان ایرکا

دوو سرچینو ویلی چې ونس به د سه شنبې په سهار اسلام اباد ته روان شی، په داسې حال کې چې درېیمې سرچینې ویلی، هغه ښایی د دوشنبې شپې ناوخته له امریکا حرکت کړی وی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

که څه هم د امریکا ولسمشر تېر ماښام ویلی وو چې د ده مرستیال جې‌ډی ونس د امنیتی اندېښنو له امله له ایران سره دویم پړاو مذاکراتو کې ګډون نه کوی، خو د راپورونو له مخې، ونس د دغو خبرو اترو لپاره اسلام‌اباد ته سفر کوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلی وو چې ونس د امنیتی اندېښنو له امله له ایران سره په دویم پړاو خبرو کې ګډون نه کوی.

خو په همدې حال کې درېیو امریکایی سرچینو اکسیوس ته ویلی، تمه ده جې‌ډی ونس له ایران سره د احتمالی هوکړې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره نن سهار (سه‌شنبه) اسلام‌اباد ته سفر وکړی.

دوو سرچینو ویلی چې ونس به د سه‌شنبې په سهار اسلام‌اباد ته روان شی، په داسې حال کې چې درېیمې سرچینې ویلی، هغه ښایی د دوشنبې شپې ناوخته له امریکا حرکت کړی وی.

په راپور کې راغلی چې د ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او جارد کوشنر هم تمه ده د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامی شورا مجلس رییس محمدباقر قالیباف نن (سه‌شنبه) ویلی چې تهران د ګواښ تر سیوری لاندې خبرې نه غواړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ونس
  • # پاکستان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.