یوه باوری سرچینه وایی چې سعودی عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهیر سبا د کابل له نړۍوال هوایی ډګره پیلېږی.

یوې سرچینې پژواک ته وویل چې نن ماښام په کابل کې د حج‌کوونکو د لېږد بهیر د پرانیستې تیاری نیول شوی او سبا سهار درې بجې به د کابل له نړۍوال هوایی ډګره د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شی.

سرچینه زیاتوی چې دغه الوتنه مدینې منورې ته ترسره کېږی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سر محقق دوکتور نورمحمد ثاقب څو ورځې مخکې ویلی وو چې سږ کال به له هېواده 30 زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودی عربستان ته ولاړ شی او د تېر کال په نسبت د هر تلونکی کس په لګښت کې نږدې 16 زره افغانۍ کموالی راغلی دی.

هغه ویلی وو چې سږ کال به له افغانستانه حج ته له هر تلونکی کس څخه 266 زره او 400 افغانۍ واخیستل او زیاته یې کړه چې د سږ کال حج د ټولې پروسې ټولیز لګښت 7 میلیارده، 818 میلیونه، 300 زره او 7200 افغانۍ دی.

د یادونې ده، تېر کال هم له افغانستانه 30 زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودی عربستان ته تللی وو.